دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 200978
طالبان او امریکا د سولې هوکړې د مراسمو په اړه غږېدلي دي
قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې ښايي نورې اوږدې نشي، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ تیرو دوو ورځو کې ګټورې خبرې شوي، او آن د سولې د هوکړې د مراسمو په اړه یې خبرې کړي دي.
قطر کې  د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې ښايي نورې اوږدې نشي، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ تیرو دوو ورځو کې ګټورې خبرې شوي، او آن د سولې د هوکړې د مراسمو په اړه یې خبرې کړي دي.

سهیل شاهین  تیره ورځ ( جمعه مرغومې ۲۸ ) یو تازه ټویټ کې له امریکا سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبرې کړي، او ویلي چې د طالبانو او امریکا تر منځ وروستیو دوه ورځو کې ګټورې خبرې شوې دي.

ښاغلي شاهین ویلي، چې د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوي خلیلزاد سره د سولې د هوکړې او اړوند مراسمو په هکله خبرې کړي، او د خبرو لرۍ به د څو نورو ورځو لپاره هم دوام وکړي.

طالبانو داسې مهال د سولې خبرو کې له پرمختګ خبر
ې کوي، چې دوه ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وویل، چې طالبان د تاوتریخوالي کمېدو ته چمتو شوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز هیله څرګند کړه چې د طالبانو دا پرېکړه  د افغان سولې د هوکړې لپاره پر اوچت ګام بدل شي.
بلخوا افغان حکومت یو ځل بیا پر خپل دریځ ټینګار وکړ، او اوربند یې د  سولې خبرو کې خپل اساسي شرط یاد کړ.
 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، سوله د ټول ولس غوښتنه ده، او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه اوربند یوازینۍ لار یادوي.
افغان حکومت تر دې مخکې هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدل یو بې معنا پرېکړه یاده کړې وه، او ویلي و چې د تاوتریخوالي کمېدل نظامي او حقوقي اړخ نلري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzgb5wrhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته