دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 200979
پاکستان: په بېلا بېلو هېوادونو کې نږدې ۱۱ زره پاکستانیان د ترورستي کړنو په تور بندیان دي
د پاکستاني ادارو له قوله دا مهال په افغانستان او د نړۍ نورو ۲۸ هیوادونو کې نږدې ۱۱ زره پاکستانیان په مختلفو جرمونو بندیان دي.
د دقیقو شمېرو له مخې په اماراتو، افغانستان، دوبۍ، عمان، چین، ایران، هند، یونان، عراق، کویت، مالیزیا، ترکيه، تایلنډ، سریلنکا، قطر، روسیه، پرتګال، ناروې، سویلي افریقا، هسپانیا، ایټالیا، فرانسه، کاناډا، هنګري، اسټرالیا، بحرین او بنګله دیش کې ۱۰ زره او ۸۹۶ پاکستانیان د غلا، جنسي تېریو، وژنو، قاچاق او نورو جرمونو بندیان دي.
له دې منځه یې ۶۲۱۱ پاکستانیانو ته د محکمو لخوا سزاوې هم اورول شوې دي، خو د ۴ نیم زره پاکستانیانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي.
د راپور له مخې دمګړۍ ۴۱۲۰ پاکستانیان په مختلفو هیوادونو کې د قاچاق په جرم بندیان دي او۱۱۹۵ نور یې د ناقانونه مهاجرت له کبله زندانیان دي.
د اسنادو له مخې ۱۷۳۷ پاکستانیان د وژنو، غلا او اختطاف په جرمونو، ۱۹۰ تنه د انساني قاچاق او ۱۶۵ نور یې د وسله والې غلا له کبله لاس په لاس نیول شوي او بندیان دي.
د پاکستاني سفارتي اسنادو له مخې دمګړۍ ۳۷۴ پاکستانیان له دغه هیواده بهر په نوره نړۍ کې د جعلکارۍو ۴۶۷ د ویزې د مودې ختمېدو او ۲۰۶۱ تنه د نورو کوچنیو جرمونو په تړاو بندیان دي.
بلخوا پاکستان تر اوسه له تایلنډ څخه خپل ۱۷ بندیان او له سعودي څخه د تړون له مخې ۲۱۰۷ تنه بندیان ترلاسه کړي دي.
همدا راز اماراتو هم ۵۷۲ تنه پاکستان ته سپارلي او ۳۵۰۰ تنه یې په ۲۰۱۹ کال کې ورخوشې کړي دي.
پاکستانیان په ټوله نړۍ کې د مختلفو جرمونو له کبله مشهور دي چې څه موده وړاندې یې په سعودي عربستان کې د مدینې منورې په جومات کې هم ځانمرګی برید کړی و.
افغانستان کې هم څه موده وړاندې افغان ځواکونو نږدې ۱ تنه داعشیان ونیول چې زیاتره یې پاکستاني وګړي دي.
https://avapress.com/vdccmxqio2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته