کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال هلمند او بلخ کې ۸ طالبان وژل شوي

28 جدی 1398 ساعت 11:59


چاراکي وايي، په هلمند او بلخ کې د عملیاتو پرمهال ۸ طالبان وژل شوي دي.
د دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په هلمند کې په نهر سراج ولسوالي کې هوايي حمله شوې او شپږ طالبان يې وژلي.
اعلامیه لیکي چې د دغو عملیاتو پر مهال له طالبانو یې د وسلو یوه ډیپو او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې په بلخ ولایت کې د چاربولک ولسوالۍ په رحمت اباد او نوارید کلیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.
د خبرپاڼې په وینا په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی دی.


د مطلب کود: 200981

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200981/د-افغان-ځواکونو-عملیاتو-پرمهال-هلمند-او-بلخ-کې-۸-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com