دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 200981
د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال هلمند او بلخ کې ۸ طالبان وژل شوي
چاراکي وايي، په هلمند او بلخ کې د عملیاتو پرمهال ۸ طالبان وژل شوي دي.
د دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په هلمند کې په نهر سراج ولسوالي کې هوايي حمله شوې او شپږ طالبان يې وژلي.
اعلامیه لیکي چې د دغو عملیاتو پر مهال له طالبانو یې د وسلو یوه ډیپو او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې په بلخ ولایت کې د چاربولک ولسوالۍ په رحمت اباد او نوارید کلیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.
د خبرپاڼې په وینا په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی دی.
https://avapress.com/vdcfcxd0yw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته