کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه: له طالبانو سره تماس لري او هڅه کوي سولې ته یې وهڅوي

28 جدی 1398 ساعت 12:19


د روسیې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سرګي لاوروف ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره داسې یوه موافقه مهمه ده چې وروسته، د ټولو افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره زمينه برابره کړي.
ښاغلي لاوروف وویل چې دوی له طالبانو سره تماس لري او هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي.
سرګې لاوروف دا بیان پرون، د جنورۍ په ۱۷مه ، په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې ورکړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه، طالبان هڅوي چې موافقه وکړي او خپل اوسنی موقف په افغانستان کې له نورو سیاسي قوتونو سره مخامخ خبرو او ډیالوګ ته بدل کړي.


د مطلب کود: 200982

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200982/روسیه-له-طالبانو-سره-تماس-لري-او-هڅه-کوي-سولې-ته-یې-وهڅوي

آوا
  https://www.avapress.com