دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 200983
د شکایتونو کمېسیون: ۱۵ ورځو کې د ۲۲۰۰ شکایتونو څېړنه کوو
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، له ۲۲۰۰ څخه د زیاتو شکایتونو د استیناف ارزونه به نن شنبه پيل شي او دا بهیر به تر ۱۵ ورځو له دوام وروسته د ټاکنو په نهايي پایلو تمام شي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند او منشي قاسم الیاسي ویلي، د پنجشنبې د ورځې تر ناوخته پورې یې له ټول ولایتونو ترلاسه کړیو راپورونو کې وموندل چې د ۲۲۰۰ شکایتونو په اړه د استیناف غوښتنه ترې شوې او په دې کې زیاتره شکایتونه په اووه ولایتونو کې د ۵۰۰ محلونو د رایو بیا شمېرنې په اړه دي.
د قاسم الیاسي په خبره د استیناف په اړه زیات شکایتونه ورسره دولت ساز او همپالنې ګروپ ثبت کړي دي چې شمېر یې په ننګرهار، پکتیا او کونړ کې تر نورو زیات دی: (( په ننګرار کې ۴۹۸، په پکتیا کې ۲۸۴ او په کونړ کې ۲۲۵ شکایتونه د استیناف غوښتنه کوي، او تر ټولو کم شکایتونه پ بغلان او نورستان کې ثبت شوي دي.، خو په پروان، میدان وردګو، کندوز او سمنګانو کې بیا حتی یو شکایت هم د استیناف لپاره نه دی ثبت شوی.))
نوموړی وايي، دوی به نهایت هڅه وکړي چې د شکایتونو ارزونه او د رایو بیا شمېرنه په ۱۵ ورځو کې بشپړه کړي او د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په لومړنیو پایلو کې محمد اشرف غني په ۵۱ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو د ټاکنو بریالی نوماند اعلان شوی او له ابتدايي پایلو څخه وروسته کمېسیون ته ۱۶۵۴۵ شکایتونه ورغلي دي، چې ۹ زره او ۸۶۶ یې بیرته د قوي اسنادو نه لرلو له کبله رد شول.
تر ټولو زیات شکایتونه هغه مهال د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې کړي وو.
https://avapress.com/vdch6vnix23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته