کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا، اروپا، جرمني او یوناما استازو پر افغان سوله خبرې بحث کړی

28 جدی 1398 ساعت 12:25


د امریکا، اروپا، جرمني او یوناما استازو په دوبۍ کې له زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله لیدنه او ناسته کړې ده.
د جرمنی استازی مارکس پوتزل وایي، ټولې خواوې په دې ناسته کې د تاوتریخوالي پر کمولو متفقې وې.
په دې ناسته کې ټولو لوریو له خلیلزاد سره په خبرو کې د سولې له خبرو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ډاډ ورکړی.
په ورته وخت کې یوناما وايي:« په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دوبۍ کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د سولې له خبرو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په تړاو یې خبرې کړې دی.»
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بیا پیل شوي دي او د سولې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو خبرې شوې دي.
 


د مطلب کود: 200986

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200986/د-امریکا-اروپا-جرمني-او-یوناما-استازو-پر-افغان-سوله-خبرې-بحث-کړی

آوا
  https://www.avapress.com