کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قریشي د پاکستان بهرنیو چارو وزیر :

امریکا دې افغانستان یوازې نه پرېږدي

28 جدی 1398 ساعت 18:23


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا باید له افغانستانه د سرتېرو تر اېستلو وروسته هم هغه هېواد ته ژمنه پاتې شي.
دا خبره شاه محمود قریشي بېګا په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې یوې غونډې ته په وینا کې کړې.
قریشي خبرداری ورکړ چې واشنګټن باید افغانستان هغسې له پامه ونه غورځوي لکه په ۱۹۸۹ز کال کې یې چې د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو تر وتلو وروسته غورځولی وو.
ده وویل،”د ۱۹۸۰ز لسیزې کارونه مه تکراروئ.”
د قریشي په خبره، که له طالبانو سره “موافقه بریالۍ هم شي، چیلېنجونه به موجود وي.”
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې همدا لامل دی چې امریکا باید په افغانستان کې د جګړې لپاره نه بلکې د هغه هېواد د بیاودانۍ لپاره حضور ولري.


د مطلب کود: 200987

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200987/امریکا-دې-افغانستان-یوازې-نه-پرېږدي

آوا
  https://www.avapress.com