د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په کونړو لایت کې د داعش وسلوالو یوه ۱۶ کیسزه ډلې له جګړې لاس واخیست او ځانونه یې افغان ځواکونو ته تسلیم کړي دي.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې داعش وسلوال نور په کونړ ولایت کې له ماتې سره مخ شوي او هره ورځ ځانونه افغان ځواکونو ته تسلیموي.
چارواکي وسلوالو ترهګرو ته په خطاب کې وویل، نور له جګړې لاس وخلې په خپل وطن او بې ګناه افغانانو رحم وکړې او د پردیو له دسیسو ځانونه راوباسئ.