کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مشهور دعوتګر احمد دیدات زوی یوسف دیدات په ډزو وژل شوی

28 جدی 1398 ساعت 18:24


د سوېلي افریقا ډوربن ولایت په ویرولا ښار کې د اسلامي دعوتګر احمد دیدات د زوی یوسف دیدات د مړینې خبر خپور شوی. پر نوموړي د چارشنبې په ورځ له شا نه ډزې وشوې، چې بیا روغتون ته یووړل شو.
نوموړی پر سر په مرمیو لګېدلی و.
د یوسف دیدات زوی د جمعې په ورځ وویل، پلار یې په روغتون کې د ټپونو له کبله ومړ.
د یوسف دیدات ټپونه ډېر د اندېښنې وړ وو.
پر نوموړي یوه ناڅرګند وسله وال هغه مهال ډزې وکړې چې یوې محکمې ته روان و.
د سوېلي افریقا د بېړنیو همکاریو د ادارې ویاند بریم پالرام ویلي، ۶۶ کلن یوسف دیدات له خپلې مېرمنې سره یوې "کورنۍ محکمې" ته روان و چې له شا نه یوه کس ډزې پرې وکړې.
پر خواله رسنیو پر یوسف دیدات برید ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.
د یوسف دیدات پلار او مشهور مسلمان دعوتګر احمد دیدات په ۲۰۰۵ کال ومړ.
احمد دیدات له مسیحي دعوتګرو او بې دینه کسانو سره په مناظرو ډېر مشهو شوی و.
یوه ټوېټر کارن یوسف دیدات د امریکا د ملکي حقونو له مشهور دعوتګر مالکوم ایکس سره پرتله کړی چې وروسته مسلمان شوی و.
 


د مطلب کود: 200989

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200989/د-مشهور-دعوتګر-احمد-دیدات-زوی-یوسف-په-ډزو-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com