د افغانستان د ۱۹ کلنو کړېکټ ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو نړیوال جام پیل لوبه کې کوربه هېواد سویلي افریقا ته ستره ماته ورکړه او نړیوال جام کې یې نور سیالانو ته خپل شنګ وښود.
افغان ۱۹ کلنو کړېکټ ملي ټيم، نړیوال جام په بریا پیل کړ
28 جدی 1398 ساعت 11:45
د افغانستان د ۱۹ کلنو کړېکټ ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو نړیوال جام پیل لوبه کې کوربه هېواد سویلي افریقا ته ستره ماته ورکړه او نړیوال جام کې یې نور سیالانو ته خپل شنګ وښود.
سویلي افریقا د خپل ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۰ منډې ترسره کړې، چې افغان لوبډلې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف ۲۵ اوورکې تر لاسه کړ، او نړیوال جام یې د کوربه هېواد په ماتولو سره په بریا پیل کړ.
افغان ۱۹ کلنو کړېکټ ملي لوبډلې لپاره توپ اچونې برخه کې شفیق الله غفاري ښه وځلید او د سویلي افریقا شپږ لوبغاړي یې په یوازې ځان وسوځول.
د ټوپ وهنې برخه کې افغان لوبډلې لپاره عمران میر ۵۷ او ابراهیم ځدران ۵۲ منډې وکړې او افغانستان ته یې د لوبې په ۲۵ اوور کې بریا ور په برخه کړه.
د ۱۹ کلنو کړېکټ نړیوال جام د شپاړس هېوادونو په کډون دا مهال سویلي افریقا کې روان دي، چې د فبروري میاشتې تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي.
د دغو لوبو لومړی پړاو لوبې د څلو ګروپونو په چوکات کې ترسره کیږي، چې افغانتسان په ډي ګروپ کې له کاناډا، اماراتو او سویلي افریقا سره لوبې ترسره کوي.
د مطلب کود: 200991