سویلي افریقا د خپل ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۰ منډې ترسره کړې، چې افغان لوبډلې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف ۲۵ اوورکې تر لاسه کړ، او نړیوال جام یې د کوربه هېواد په ماتولو سره په بریا پیل کړ.
افغان ۱۹ کلنو کړېکټ ملي لوبډلې لپاره توپ اچونې برخه کې شفیق الله غفاري ښه وځلید او د سویلي افریقا شپږ لوبغاړي یې په یوازې ځان وسوځول.
د ټوپ وهنې برخه کې افغان لوبډلې لپاره عمران میر ۵۷ او ابراهیم ځدران ۵۲ منډې وکړې او افغانستان ته یې د لوبې په ۲۵ اوور کې بریا ور په برخه کړه.
د ۱۹ کلنو کړېکټ نړیوال جام د شپاړس هېوادونو په کډون دا مهال سویلي افریقا کې روان دي، چې د فبروري میاشتې تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي.
د دغو لوبو لومړی پړاو لوبې د څلو ګروپونو په چوکات کې ترسره کیږي، چې افغانتسان په ډي ګروپ کې له کاناډا، اماراتو او سویلي افریقا سره لوبې ترسره کوي.