دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 200992
طالبان د لس ورځنۍ اوربند برقراره کېدو احتمال څخه خبر ورکړي
طالبانو نمایندګان اعلان کړي، کله چی د دوحه په مذاکراتو کې دا ډله د آمریکایانو سره په توافق ورسیږی، ۱۰ ورځنۍ اوربند به اعلان شی او د بریدونو کمیدو سره به، د افغانستان دولت چارواکو سره به هم خبری وکړی.

 
 
سهیل شاهین، د طالبانو ویاند، رویترز ته وویل، د طالبانو او امریکا مذاکره ټیمونه تیر چهار شنبه او پنج شنبه د سولې تړون امضا کېدو په اړه خبری کړی دی. مذاکرات پرمختګ کړي او څو ورځو ته به ادامه پیدا کړی.
 
رویترز د طالبانو او آمریکا مذاکراتو پروسی دوه پوه چارواکو څخه په نقل سره ویلی دی کله چی آمریکایی چارواکو سره طالبان سولې تړون امضا کړی، د طالبانو رهبری تشکیلات به لس ورځنۍ اوربند د آمریکایی سرتیرو سره اعلان کړی او افغانستان دولت په وړاندی بریدونو کمولو سره به هم موافقت وکړی.
 
طالبان یو تن قوماندانانو څخه ویلی دی: آمریکا سولې مذاکراتو په جریان کې د اوربند غوښتونکې وو او موږ ددی مسالی سره مخالفت کړی دی. زموږ رهبری شورا د لس ورځو اوربند سره موافق دی.
 
د هغوی په وینا ددی ډلې رهبری توافق کړي چی یو اونۍ په مده کې تاوتریخوالی په افغانستان کې کم شی.
 
 
خو صدیق صدیقی، د افغانستان ولسمشر ویاند یو ځل بیا اوربند رامنځته کېدو باندی ټینګار کړی دی.
 
ښاغلی صدیقی مخکې له دی هم ویلی وو چی تاوتریخوالی کمېدل عملی جنبه نه لری.
 
 
https://avapress.com/vdchwvnii23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته