دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 200994
روسیه وایي هڅه کوي چې طالبان بین الافغاني خبرو او پایدارې سولې ته وبولي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ویلي طالبانو سره د خپلو اړیکو په مرسته به هڅه وکړي چې دغه ډله بین الافغاني خبرو او دوامدارې سولې ته وبولي.

لاوروف ویلي افغانستان کې سولې ته رسیدو لپاره داسې یوه هوکړه اړینه ده چې وروسته د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي.
هغه ویلي مسکو د سولې بهیر سره مرسته کړې او په قطر کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو ملاتړ کوي.
روسیه تیره کال دوه ځلې د طالبانو او افغان سیاستوالو او مدني فعالانو د ناستو کوربه و.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې ده د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه د روانې میلادي میاشتې تر اخره لاسلیک شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhye8xuqeyhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته