کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه وایي هڅه کوي چې طالبان بین الافغاني خبرو او پایدارې سولې ته وبولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جدی 1398 ساعت 12:15

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ویلي طالبانو سره د خپلو اړیکو په مرسته به هڅه وکړي چې دغه ډله بین الافغاني خبرو او دوامدارې سولې ته وبولي.



لاوروف ویلي افغانستان کې سولې ته رسیدو لپاره داسې یوه هوکړه اړینه ده چې وروسته د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي.
هغه ویلي مسکو د سولې بهیر سره مرسته کړې او په قطر کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو ملاتړ کوي.
روسیه تیره کال دوه ځلې د طالبانو او افغان سیاستوالو او مدني فعالانو د ناستو کوربه و.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې ده د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه د روانې میلادي میاشتې تر اخره لاسلیک شي.
 


د مطلب کود: 200994

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200994/روسیه-وایي-هڅه-کوي-چې-طالبان-بین-الافغاني-خبرو-او-پایدارې-سولې-ته-وبولي

آوا
  https://www.avapress.com