دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۴
د مطلب کود : 200998
د حاجیانو د سفر کولو د پروسې پړاوونه الکترونیکي کېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د آسان خدمت ادارې او ارشاد، حج او اوقافو وزارت ترمنځ، د حج پروسې د الکترونیکي کېدو د همکارۍ تفاهم لیک، لاسلیک شو. دغه تفاهم لیک د شنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست، محمد فهیم هاشمي او د ارشاد، حج ا اوقافو وزار د سرپرست، عبدالحکیم منیب ترمنځ، د حکومت داطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو، چې په پلي کېدو سره به یې ټول حاجیان د سفر کولو د پروسې پړاوونه په برېښنایي توګه تر سره کوي.
هاشمي، د یاد هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته، رسنیو ته وویل چې د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به د حاجیانو د نوم لیکنې پروسه کې د وخت او اسنادو د بشپړېدو د پړاوونو له اړخه؛ ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
د مخابراتو وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې د آسان خدمت اداره به د دغه تفاهم لیک له مخې د حج او اوقافو وزارت د شته پروسو تر مطالعې وروسته د حج الکترونیکي سیستم رامنځته او د دغه وزارت، کار کوونکو ته به د وړتیا لوړولو ورکشاپونه برابر کړي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، الکترونیکي سیستم به حاجیانو ته اجازه ورکړي چې د حج فریضې ټول پړاوونه لکه نوم لیکنه، پاسپورټ، ویزه، تګ او راتګ معلومات او دغه راز د پیسو تحویلول او د حج پروسې نور خدمتونه د همدې سیستم له لارې تر سره کړي.
هاشمي زیاته کړه چې دغه سیستم د عامه خدمتونو د الکترونیکي کولو په برخه کې یو لوی ګام ګڼل کېږي او دغه راز د حج عواید او لګښتونه به په اغېزمنه توګه کنټرول او مدیریت کړي. د مخابراتو وزارت ټینګار وکړ چې یاد سیستم په پښتو، دري او انګلیسي ژبو رامنځته کېږي او په ولایتونو کې د آسان خدمات ادارې کارکوونکي به د حج او اوقافو له ادارې سره په همغږۍ د هغو کسانو د اسنادو بشپړېدو د پړاوونو په برخه کې مرسته کوي، چې حج ته د تلو نیت لري.
دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست، عبدالحکیم منیت، وویل چې د حج پروسې د الکترونیکي سیستم په پلي کېدو سره به د خلکو لپاره زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي منیب دې ته په اشارې سره چې د حج پروسه په تېرو کلونو کې یوه رڼه پروسه وه، ټینګار وکړ چې د دغه پروګرام په عملي کېدو سره به په یاده پروسه کې روڼتیا نوره هم زیاته شي. هغه زیاته کړه چې په ولایتونو کې به د حج او اوقافو ریاستونه له هغو کسانو سره په الکترونیکي توګه د اسنادو د بشپړېدو په برخه کې همکاري وکړي، چې د حج کولو اراده ولري.
د حج او اوقافو وزارت د راپور پر بنسټ، هر کال څه باندې ۳۰ زره تنه د حج فریضې د ادا کولو اراده لري او د دغې پروسې د تر سره کولو پړاوونه جنجالي او وخت نیونکي دي؛ خو د یادې پروسې په الکترونیکي کېدو سره به اسانتیاوې رامنځته او د وخت له ضایع کېدو څخ مخنیوی وشي.
 
https://avapress.com/vdcdnz0xjyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته