کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: تراوسه د تاوتریخوالي کمښت او اوربند په هکله پرمختګ نه دی شوی

28 جدی 1398 ساعت 17:40

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند په اړه خبرې روانې دي او تراوسه په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.



د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن له غرمې وروسته (شنبې د مرغومې په ۲۸مه) کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل د طالبانو هغه استازي چې پاکستان ته سفر کړی وو، دوحې ته یې یوه طرحه رواړې او ټاکل شوې چې دغه طرحه د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره شریکه شي.
خو ښاغلي صدیقي ټينګار وکړ چې افغان حکومت به یوازې هغه طرحه ومني چې د اوربند ضمانت کوونکې وي.
هغه زیاته کړه:«تر دې شېبې چې له تاسو سره خبرې کوم، تراوسه په دې هکله د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. په افغان حکومت کې زموږ اخیستون دا دی، دغې طرحې ته چې هر نوم ورکړل شي او یا هر هغه وړاندیز چې طالبانو له پاکستانه ځان سره قطر ته راوړی او له ښاغلي خلیلزاد سره یې مطرحه کوي، زموږ خلک باید په کې د اوربند شاهد وي. اوربند د افغانستان د خلکو بنسټيزه غوښتنه ده. له دغې موضوع پرته، بل بحث نشته چې دوحه پر هغه خبرې وشي.»
د ولسمشر ویاند خبردارۍ ورکړ که چېرې طالبان اوربند ونه مني، د سولې خبرې به کومې پایلې ته ونه رسېږي:«که چېرې طالب ډله د اوربند له رامنځته کېدو سره چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده هوکړه ونه کړي له بده مرغه دا ویلای شم چې په افغانستان کې به د سولې راوستو او د جګړې د پای لپاره زموږ ګډې هڅې ... کومې پایلې ته ونه رسېږي او یا هم مطلوبه پایله به ترلاسه نه شي.» 
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، ځینو سرچینو طلوع نیوز ته ویلي وو چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت طرحه په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو استازو ته  سپارلې ده.
له دې سره جوخت، په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند هم ویلي چې د دغې ډلې استازو د امریکا له استازو سره د هوکړه لیک د لاسلیک په اړه خبرې کړې دي.
 


د مطلب کود: 201041

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201041/ارګ-تراوسه-د-تاوتریخوالي-کمښت-او-اوربند-په-هکله-پرمختګ-نه-دی-شوی

آوا
  https://www.avapress.com