دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 201104
زابل: د پولیسو یو قومندان له ۱۶ سرتېرو سره طالبانو بیولی

د کورنیو چارو وزارت وايي، په زابل کې یې د یوې ولسوالۍ امنیه قومندان له ۱۶ پولیسو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه تاند ته وویل، د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو پولیسو سره طالبانو ته تسلیمي ورکړې ده، خو دوی نه پوهېږي چې طالبانو دغه قومندان او پولیس چیرته بیولي دي.
په همدې حال کې د زابل یوه امنیتي سرچینه تاند ته د نوم نه ښودلو په شرط وايي، طالبانو تېره ورځ د زابل ارغنداب ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ له څلورو خواو برید کړی دی او ودانۍ ته یې له اور اچولو وروسته پاتې پولیس او امنیه قومندان له ځان سره بیولی دی.
د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان  هم تاند ته مني، چې دغه پولیس د ارغنداب په مرکز کې له ۳۰ میله وسلو او درېیو نظامي موټرو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.
بل پلو طالبانو هم خبر ورکړی، چې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ انتقالي مرکز یې نیولی او لسګونه مېله سپکې او درنې وسلې يې تر لاسه کړې دي.
د طالب ویاند قاري یوسف احمدي له لورې په خپاره شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې نن سهار یې د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز برید کړی، چې تر څو ساعته جګړې وروسته یې د یادې ولسوالي مرکز په بشپړه توګه نيولی دی.
 
https://avapress.com/vdcdzf0xoyt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته