دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 201105
زابل ولایت کې ۱۶ افغان امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوی
له زابل ولایت څخه یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو د زابل لایت ارغنداب ولسوالۍ نیولې، او دغه لړ کې ۱۶ افغان امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي دي.
کورنیو چارو وزارت هم منلې چې ۱۶ افعان پولیس له خپلو وسلو سره تر هغه وروسته طالبانو ته تسلیم شوي، چې دوه ملګري یې  د جګړې پر مهال ووژل شول.
په همدې حال کې طالبان وايي، د زبل ولایت ارغنداب ولسوالۍ ودانې یې نیولې او د دوو قومندانانو په ګډون ۱۶ افغان امنیتي ځواکونه یې له یو شمېر وسلو سره ژوندي نیولي دي.
تر اوسه څرګنده چې امنیتي ځواکونو خپله طالبانو ته تسلیم شوي، او که د طالبانو لخوا د جګړې پر مهال نیول شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7z8wnjh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته