دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 201110
امریکې کې یوه افغان خپله میرمن په تبر ووژله
یوه افغان په امریکې کې خپله ښځه د تبر په متواترو ګزارونو وژلي ده.
دا افغان اضغر احسان نومیږي چې د کاپیسا ولایت د استالف اوسیدونکی ښودلی شو.
نوموړی له خپلي میرمن او دوو ماشومانو سره د  اس ای وی برنامي له لاري امریکې ته تللی وو.
د امریکې د کلفرونیا ایالت د سکریمنتو ښار پولیس وايي چې قاتل احسان پر داسي مهال ونیول شو چې له پولیسو څخه یي په موټر کې تیښته کوله.
ویل کیږي هغه خپل موټر په بیړه په یوه ګڼ میشته سیمه کې له یوه ټرک سره وجنګاوه او ټپي ونیول شو.
د هغه میرمن اسما نومیده او اوس یي مړی د پولیسو په ولکه کې دی.
د اس ای وی برنامه یوه له هغو برنامو څخه ده چې اکثریت د امریکې همکاران یي په ترځ کې له افغانستان او عراق څخه امریکې ټه تللي دي.
ویل کیږي ډیری دغه افغانان اوس امریکې کې په رواني ناروغیو اخته شوي او وخت ناوخت ترینه داسي ستونزي سر وږي.
د اضغر نومي قاتل دوه ماشومان چې د یولیسو کلونو او شپږو میاشتو دې اوس مهال په سیمه کې یوه ایراني کورنۍ سره دي.
دغه ایرانۍ کورني وايي دوي چمتو دي چې د عمر تر پآیه د دغو ماشومانو سرپرستي وکړي.
د مقتولي د قتل انګیزه کورنۍ شخړي ښودل شوي دي.
په سکریمنتو ښار کې د افغانانو یوه لویه ډله له کلونو راهیسي اوسیږي.
سکریمنتو د امریکې د کلفرونیا یو زور، کډوال میشته او سپیره ښار دی چې پکې اکثرا هغه افغانان اوسیږي چې اقتصادي وضیعت یې ډير ښه نه دی.
د مقتولي خپلوان په کابل کې دي او ویل کیږي چې د جنازي د تر لاسه کولو په تمه دي.
دا د خپل ډول څومه پيښه ده چې په امریکې کې رامنځ ته کیږي.
تر دې دمخه یوه بل افغان خپله میرمن په تبر ټوټي ټوټي کړي وه او په یوه یخچال کې یې ساتلي وه.
هغه هم خپل دوه ماشومان پریښودل او وتوانید چې افغانستان ته وتښتي.
 
https://avapress.com/vdca66nuw49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته