دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 201111
په نړۍ کې تر ټولو مخکښ او مشهوره پوهنتون ( هاروارډ ) په یوې تازه څېړنه کې ومنله، چې قرآن کریم د عدالت لپاره د نړۍ تر ټول غوره کتاب دی چې په دې نړۍ کې هیڅ بدیل نه لري.
دغه پوهنتون رسنیو ته ویلي دي چې د دوی څېړنې او مطالعاتو دا ثابته کړه چې په قران کې هیڅ ډول بې عدالتي نشته ده او د بشریت لپاره د عدالت د تامین په برخه کې غوره اساسي قانون دی.
دغې پوهنتون په خپله څېړنه کې د قران کریم ځیني ایتونه راخیستي دي او وایي چې دغه سپېڅلي کتاب هر ډول بې عدالتي غندلې ده او د بشریت لپاره یې پر عدالت باندې ټینګار کړی دی.
د اسلامي امت علما هم تل د خپلو وعظونو او خطابو پر مهال په مسلسل ډول په اسلام کې بې عدالتي غندي او پر مسلمانانو غږ کوي چې د قران کریم له احکامو سره سم په نړۍ او انساني ټولنو کې د عدالت د تامین لپاره هڅې او کار وکړی.
خو اوس نړیوالو هم ومنله چې قران کریم بشپړ کتاب دی او په ټولنیز ژوند کې د هر ډول حالاتو پر مهال کولی شي خلک ترې ګټه واخلي او د ژوند بریالۍ چار په اسلامي نړۍ کې مخ ته بوځي.
د دغې څېړنې د وروستۍ نتیجي په راوتلو سره په اسلامي نړۍ کې خلکو خوښي ښودلې ده چې ګواکې اوس نړیوالو ته هم معلومه شوه چې قران کریم بشپړ کتاب دی او په نړۍ کې هیڅ بدیل نه لري.
د قران کریم کتاب په اړه په کتابونو کې لیکل شوي دي چې دا هغه مقدس کتاب دی چې په کوم پیغمبر حضرت محمد (ص) نازل شوی دی هغه تر ټولو غوره او وروستی پیغمبر بلل شوی دی.
د قران کریم د نازلېدو په اړه ډیری معلومات خپاره شوي دي د یو قول له مخې د اوه اسمانونو له جملې په لومړي ځل لومړي اسمان ته راغلی دی، نور قولونه بیا وایي چې بیا په لیلت القدر شپه نازل شوی دی،بل قول وایي چې په تدریجي ډول په پیغمبر ص نازل شوی دی، خو ځیني معلومات ښئ چې یودم په ۲۳ کالو کې په حضرت محمد ص باندې نازل شوی دی.
د اسلامي معلوماتو له مخې قران کریم چې پر کوم امت نازل شوی دی هغه امت تر ټولو غوره امت بلل شوی دی او په نړۍ کې ډیر نېکمرغه خلک هم یادیږي.
په اسلامي کتابونو کې داهم راغلي دي چې قران کریم په کومه میاشت کې نازل شوی دی هغه میاشت په میاشتو کې تر ټولو غوره میاشت بلل شوې ده.
قران کریم هغه کتاب دی په کومه شپه چې نازل شوی دی هغه شپه تر ټولو شپو غوره بلل شوې ده.
دغه راز پر کومه سیمه کې چې نازل شوی دی هغه سیمه د نړی پرمخ تر ټولو غوره سیمه هم بلل شوې ده.
قران کریم هغه کتاب دی چې په ټوله نړۍ کې تر تولو ډیر لوستونکي لري.
د علماو پر وینا له قران کریم سره مینه لرل، هغه لوستل، عمل پرې کول، په دې نړۍ او اخیرت کې د سترو کامیابیو سبب ګرځېدلی شي .
 
https://avapress.com/vdcb88b58rhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته