کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا: د بارانونو له امله پر زیانمنوکورنیو مرسته وویشل شوه

29 جدی 1398 ساعت 13:05

د پکتیکا ولایت د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې بارانونو په زیات شمیر کورنیو ته مالي زیانونه اړولي دي.
د دې ریاست رئيس علي آقا وایي، د زیانمنو کورنیو له ډلې یې له ۹۰ کورنیو سره مرسته ترسره کړې،چې په کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.



دی وایي، نورې مرستې یې هم له زیانمنو شویو کورنیو سره په پلان کې نیولي،چې په وار وار به یې ترسره کړي.
په زیانمنو شویو کورنیو کې ډیری یې کوچیان دي،چې په دښتو او راغو کې په خیمو کې ژوند تیروي او سختو حالاتو سره مخ دي.
په ورته مهال زیانمنې کورنۍ بیا وایي، دې ژمی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي او له همدې امله تودو سیمو ته هم نه دي کډوال شوي ځکه واور لارې تړلې وې.
دوی وایي، له دوی سره شوې مرسته د دوی یو څه اړتیا پوره کوي خو بسنه نه کوي او د نورو مرستو غوښتنه هم کوي.
عیدګل کوچی ،چې په ارګون ولسوالۍ کې په خیمه کې ژوند کوي وایي د ده په ګډون په زیات شمیر کورنۍ شتون لري،چې له سختو حالاتو سره مخ دي.
دی وایي دا لومړی ځل دی،چې له دوی سره مرسته کیږي او په خبره یې دا هم دوی ته بسنه نه کوي.
د تیرو کلونو په پرتله سږکال په پکتیکا کې ډیر زیات ورښتونه وشول ،چې په مرکز او ولسوالیو کې یې کوچیان او ځایي خلکو ته زیانونه واړول.
په یوشمیر نورو ولایتونو کې واورې بیا لاړې تړلي او خلکو ته یې ستونزې ولاړې کړي دي.
وروستیو ورښتونو او واورو خلکو ته د مالي زیان ترڅنګ ځاني زیانونه هم واړول او یو لسګونه کسان یې مړه او ژوبل کړل.
د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې هم د نوي عیسوي کال پيل سره په روان کال کې پر بشري وضعیت اندیښنه ښودلې وه.
 


د مطلب کود: 201114

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201114/پکتیکا-د-بارانونو-له-امله-پر-زیانمنوکورنیو-مرسته-وویشل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com