کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وکیلان: حکومت دې هم د سولې د حسن نیت لپاره جګړې راکمې کړي

29 جدی 1398 ساعت 14:43

د ولسي جرګې غړي وایي، ملي شورا باید د سولې په برخه کې جدي او چټکې هڅې وکړي او ښکیل لوري دې د سولې په برخه کې د ملي شورا رول په پام کې ونیسي.


د ولسي جرګې غړي وایي حکومت دې هم د سولې برخه کې د ښه نیت ښودلو لپاره د جنګ او تاوتریخوالي د کمولو اعلان وکړي.
د ولسي جرګې غړي وایي، ملي شورا باید د سولې په برخه کې جدي او چټکې هڅې وکړي او ښکیل لوري دې د سولې په برخه کې د ملي شورا رول په پام کې ونیسي.
د ولسي جرګې غړو دغه راز د طالبانو له لوري د افغانستان په لویو ښارونو کې د جنګ او خشونت د کمېدو په تړاو له هوکړې هرکلی کوي. د ولسي جرګې غړي وایي اوس ددې وخت را رسیدلی، چې د ښه نیت په خاطر حکومت هم د جنګ او تاوتریخوالي د کمېدو برخه کې اقدام وکړي. خو د ولسي جرګې رئیس میر رحمن رحماني بیا د سولې مذاکرات یوازې د پاکستان، امریکا او طالبانو ترمنځ بولي او وايي، چې له روانو مذاکراتو نه افغان حکومت او نه هم ملي شورا معلومات لري.
 


د مطلب کود: 201118

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201118/وکیلان-حکومت-دې-هم-د-سولې-حسن-نیت-لپاره-جګړې-راکمې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com