دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 201119
جرمني د سولې د بین الافغاني غونډې لپاره په تیاري بوخت دی
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو په برخه کې له پرمختګونو سره هم مهاله جرمني هڅه پيل کړې چې د سولې د بین الافغاني غونډې کوربه توب وکړي. جرمني د برلین بین الافغاني ناسته د امریکا په مرسته جوړوي او د دغه هېواد برګ هاف بنسټ پکې تسهیلاتي رول لري.


دې موسسې د دوحې تر بين الافغاني ناستې مخکې د سولې عالي شورا په دفتر کې د یادې ناستې ګډون کوونکو ته روزنه ورکړې وه. د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل هم په کابل کې له یو شمېر افغان سیاستوالو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي او په دې ناستو کې یې په افغان سوله کې د جرمني پر رول خبرې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcjvve8huqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته