"په فضا کې د خځلو کچه خطرناکه حد ته رسېدلې ده. په نږدې راتلونکې کې د زنځیري غبرګون (چېن رییکشن) امکانات شته. خلک د تېرو اویا کلونو راهیسي د فضايي پرمختګونو شاهدان دي. هر ځل چې سټلایټ یا راکیټ فضا ته لېږي هغه ترشا خځلي پرېږدي. ټولي خځلي په یوه ثانیه کې ۸کلیومتره سفر کوي، چې دا سرعت تر مرمۍ لس برابره تېز دی. د رنګو د څاڅکو په اندازه وړې خځلي دا توان لري چې نور سټلایټونه وران کړي."
نوبو اوکادا په ماشومتوب کې د فضايي علم شوقي و، خو خپل ډېر کاروباري وخت یې د کامپیوټري صنعت په سوداګرۍ تېر کړ. که څه یې هم په فضايي ټیکنالوژۍ کې تجربه نه وه، هغه د حل لارې موندلو لپاره د امریکې، چاپان او اروپايي ټولنې له فضايي ادارو مسلکي کسان وګومارل.
د شرکت خدماتي ریس، کریس بلکبیري، وايي، "پر دې ستونزه له ډېره وخته فضايي ټولنې بحثونه کول، خو دا چې یو شرکت دې حل لاري ته ملا وتړي خلکو شونې نه بلل."
د اسټروسکېل ډېره ګټه به راتلونکو خځلو پاکولو کې وي. دوی پر دې کار کوي چې پر سوداګریزو سټلایټونو پسي لنګري دستګاوي وتړي، چې د دغو شرکتونو خځلي په اسانۍ سره ځای پرځای کړي.
نوبو اوکادا وايي: "نو موږ باید خځلې په نښه او د شاله خوا ورنږدې شو، چې دا کار ډېر سخت دی. خځلې به په هوا کې رېږدي او تاوېږي، او زموږ سټلایټ به د هغوی له حرکت سره ځان عیار کړي، چې نصبي تاوېدا یې صفر ته راولي، خنثی یې کړي، بیا یې ونیسي. او بلاخره یې چاپېریال یا اټموسفېر ته راکښته کړي چې وسوځي."
سپېس ایکس او بلواریجن غوندي شرکتونه پلان لري چې په زرګونو سټلایټونه راتلونکو کلونو کې فضا ته ولېږي.
اسټروسکېل کمپنۍ تر اوسه ۱۴۰ میلیونه ډالره بودیجه راټوله کړې او د خځلو راټولو لومړی سټلایټ به په ۲۰۲۰ کال کې فضا ته واستوي.