دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 201126
د افغان سولې بهیر؛ قریشي قطر ته تللی او الېس وېلز نن پاکستان ته ځي
د افغان سولې هلو ځلو په بهیر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي قطر ته په سفر کې له خپل سیال، عبدالرحمان جاسم ال ثاني سره غږیدلی دی.

د رپوټونو پر بنسټ، قریشي په دغه لیدنه کې ویلي د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ خبرو کې پرمختګ ته په کتو سره، ښکاري چې د افغانستان جګړه مخ په ختمیدو ده.
قریشي امریکا ته له درې ورځني سفر او مایک پمپیو سره تر لیدنې وروسته قطر ته تللی او ټاکل شوې ده چې نن بیرته خپل هیواد ته ور وګرځي.
سرچینې وایي د قریشي دا سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون چمتووالي لپاره شوی دی.
د همدې ترڅنګ ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس وېلز نن اسلام اباد ته لاړه شي.
د افغانستان د سولې بهیر او دغه بهیر کې وروستي پرمختګونه، د افغانستان ثبات او ټیکاو کې د پاکستان رول او د واشینګټن او اسلام اباد اړیکې د میرمن ویلز د سفر موخې بلل شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د روانې میلادي میاشتې تر اخره لاسلک کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchizni-23nvzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته