دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 201127
چارواکي وایي طالبانو فاریاب کې د یو قومي مشر د کور غړي وژلي
د فاریاب ولایت ځایي چارواکی وایي وسله والو طالبانو د دغه ولایت اندخوی ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند، محمد کریم یورش رسنیو ته ویلي چې طالبانو تیره شپه د اندخویخانقا سیمه کې کې د یو تن قومي مشر محمد یونس پر کور برید کړی او د کور غړي یې ویشتلي دي.
د یورش په خبره په دې پيښه کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او یوه میرمن او یو د ۴۰ ورځو ماشوم ټپیان شوي دي.
د پيښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او تر ترملنې لاندې دي.
بله خوا په شمال کې د شاهین قول اردو د دې پيښې د وژل شوو شمیر ۶ تنه بللی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم نظر نه دی ورکړی.
https://avapress.com/vdcirzaryt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته