کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي وایي طالبانو فاریاب کې د یو قومي مشر د کور غړي وژلي

29 جدی 1398 ساعت 12:42

د فاریاب ولایت ځایي چارواکی وایي وسله والو طالبانو د دغه ولایت اندخوی ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.



د فاریاب د پولیسو ویاند، محمد کریم یورش رسنیو ته ویلي چې طالبانو تیره شپه د اندخویخانقا سیمه کې کې د یو تن قومي مشر محمد یونس پر کور برید کړی او د کور غړي یې ویشتلي دي.
د یورش په خبره په دې پيښه کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او یوه میرمن او یو د ۴۰ ورځو ماشوم ټپیان شوي دي.
د پيښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او تر ترملنې لاندې دي.
بله خوا په شمال کې د شاهین قول اردو د دې پيښې د وژل شوو شمیر ۶ تنه بللی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم نظر نه دی ورکړی.


د مطلب کود: 201127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201127/چارواکي-وایي-طالبانو-فاریاب-کې-د-یو-قومي-مشر-کور-غړي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com