افغانستان لپاره د امریکا نوی شارژدافیر ( چار سمبال ) راس ویلسن وايي، افغان سوله او ټاکنې یې د کار لومړیتوب دی، ځکه دا د افغانانو غوښتنه او ټاکنه ده.
ویلسن: افعان سوله او ټاکنې مې د کار لومړیتوب دی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 جدی 1398 ساعت 13:49
افغانستان لپاره د امریکا نوی شارژدافیر ( چار سمبال ) راس ویلسن وايي، افغان سوله او ټاکنې یې د کار لومړیتوب دی، ځکه دا د افغانانو غوښتنه او ټاکنه ده.
افغانستان لپاره د امریکا نوی چار سمبال ویلسن افغانستان ته تر راتګ وروسته خپله خوښې ښودلې، او ویلي چې امریکا د افغان سولې او ټاکنو سربیره له هغو چارو هم ملاتړ کوي چې افغانانو خپل راتلونکي لپاره ټاکلي دي.
دغه امریکايی ډیپلومات خوښ دی چې د افغانستان په تاریخي پړاو کې یې په کار پیل کړی دی.
نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:
“خوښ یم چې د افغانستان په دې تاریخي او مهم پړاو کې په کابل کې د امریکا په سفارت کې کار پیلوم”
راس ویلسن، کابل کې د امریکا سفارت کې د موقت چارسمبال او سرپرست سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
تر دې مخکې جان بس کابل کې د امریکا د سفیر په توګه دنده درلوده.
د مطلب کود: 201142