دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 201145
د افغانستان جهاد او طالبانو په اړه د مولانا فضل الرحمن تازه څرګندونې
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن د افغانستان د جهاد او طالب کیدو په اړه تازه او د تمې خلاف څرګندونې کړي دي.

مولانا فضل الرحمن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د افغانستان د جهاد په کلونو کې ځوانان د امریکا په غوښتنه د جګړو لیکو کې جذبیدل.
مولانا په یوه ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویلي چې د دوی پر مدارسو له څه مودې راهیسې د خلکو د وسله وال کولو په پلمه فشارونه اچول شوي دي.
مولانا ویلي مدارسو د خلکو وسله وال کولو کې هیڅ ونډه نه ده لرلې، بلکې دا پاکستان حکومت دی چې د امریکا د ګټو لپاره یې افغان ځوانان جهاد ته ور بلل.
مولانا د اوسنیو وسله والو طالبانو په اړه هم ویلي چې دا به دوخت په تیریدو سره ثابته شي چې د دوی ترشا مدرسې دي او که د پاکستان حکومت.
مولانا د پاکستان هغه مذهبي مشر دی چې په کراتو کې یې افغانستان کې جهاد روا بللی او د افغان دولت د مخالفو وسله والو ملاتړ یې کړی دی.
 
https://avapress.com/vdci5zarwt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته