کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستانه غلا شوی لرغونی توکی به بيرته راوړل شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 جدی 1398 ساعت 15:04

د برېټانیا ګاردین ورځپاڼې یکشنبې(د مرغومې په ۲۹مه نېټه) راپور ورکړی چې له دې هېواده به د افغانستان د ملي موزیم یو لرغونی توکی چې په خوا غلا شوی، بېرته راوګرځول شي.



دغه ورځپاڼه وايي چې دغه توکی چې د "افغانستان د سره کوتل معبد" مجسمه ده، ۳۰ کاله مخکې له افغانستانه غلا شوې ده او په برېټانیا کې تر پېژندګلوي وروسته، ټاکل شوې افغانستان ته راولېږدول شي.
دغه مجسمه په ۱۹۵۰ زیږدیز کال کې د بغلان په سره کوتل لرغونې سیمه کې کشف شوې وه، خو د کورنیو جګړو په ترڅ کې له هېواده غلا او بهر ته قاچاق شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کورنیو جګړو په ترڅ کې ډېر شمېر لرغوني توکي غلا او بهر ته قاچاق شول، خو یو شمېر یې په وروستیو کلونو کې بېرته هېواد ته راوړل شول او د  هېواد ملي موزیم ته وسپارل شول.
تېر کال هم یو لرغونی لوښی چې له افغانستانه برېټانیا ته قاچاق شوی وو، هېواد ته راوګرځول شو.
هغه مهال د بریټانیا «سنډې تلګراف» راپور ورکړل وو چې دغه د سپینو زرو لوښی کابو څلور زره کلن لرغونتوب لري.
دا لوښی د لومړي ځل لپاره بریټانیا کې نندارې ته وړاندې شو.
د برېټاینا پولیسو دغه لوښی درې کاله مخکې د لندن هوايي ډګر ته نېږدې موندلی وو، خو د قاچاق په تړاو یې څوک نه وو نیول شوي.
 


د مطلب کود: 201152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201152/له-افغانستانه-غلا-شوی-لرغونی-توکی-بيرته-راوړل-شي

آوا
  https://www.avapress.com