ښاغلي دانش نن د بخښنې سازمان په کوربه توب په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د طالبانو په امارت کې له استبداد پرته بل هیڅ شی نه شته او د تاوتریخوالي راکمولو باندې هوکړه یو ډول فریب دی چې افغانانو او نړیوالو ته ورکول کېږي.
ښاغلي دانش ټینګار کړی چې په اوسنۍ سوله کې نه هم سیاسي جریانونه، نه هم حکومت او نه هم مدني بنسټونه حضور لري چې په دې ډول سوله به هیچا ته د منلو نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له امریکا سره د تاوتریخوالي طرحه شریکه کړې او دواړه لوري اوس په دوه راتلونکو اونیو کې دسولې هوکړې ته انتظار باسي.