دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 201174
کرزى: حکومت دې اوربند د سولې خبرو نه پيلولو پلمه نه جوړوي
د افغانستان پخوانى ولسمشر حامد کرزی وايي، افغان حکومت دې د اوربند دخبرو نه پېلولو لپاره نه پلمه کوي.
ښاغلي کرزي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، ددې پرځای دې حکومت هر هغه اقدام وکړي چې د سولې د راتلو هيله په کې وي.
نوموړی زیاتوي "هر هغه اقدام چې د خبرو اترو او د مذاکراتو د پیلېدو چټکتیا په کې وي، هڅونه په کې وي او د سولې د راتلو اميد په کې وي او ژر تر ژره کیږي، هغه دې ترسره کړي."
ښاغلي کرزي دا وړانديز هم درلود چې افغان حکومت ددې ترڅنګ دا ټکي باید په پام کې ونیسي چې هرومرو دې پر اوربند ټینګار وشي او سوله وغواړي. د نوموړي په وينا"بالاخره باید د مذاکراتو په پایله کې دا کار (اوربند) وشي، خو دا باید د مذاکراتو د نه پیلېدو پلمه نه وي."

په همدې حال کې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د تاوتريخوالي د کچې کمېدا سره د طالبانو د احتمالي هوکړې په تړاو راپورته شويو ادعاو ته په غبرگون کې ويلي، د "تاوتریخوالي کمول" مبهمه طرحه او له واقعیته یو ډول تېښته ده.
ښاغلي دانش چې د بشري حقونو د مدافعینو ستراتیژۍ د ساتنې په غونډه کې خبرې کولې وویل، "د تاوتریخوالي کمول" د نړیوالې ټولنې تېر ايستنه او له رښتینې سولې تېښته ده.
هغه زیاته کړه چې کېدای شي د طالبانو له داسې توجیهاتو سره امریکا چمتو شي چې د سولې هوکړه لاسلیک کړي، خو په وینا یې دا کار به له افغانانو سره چې د قضیې اصلي اړخ دي، هېڅ مشکل حل نه کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او قومي او ټولنیزو ډلو په ګډون د افغانستان خلک او دولت ګوښه ساتل شوي او په داسې وضعیت کې دده په خبره هغه سوله چې "افغانان یې غواړي ناشونې ده."
د ولسمشر دویم مرستیال د دې ترڅنګ چې د دولت لخوا د سولې پر هرکلي ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه چې تر ټولو مهم "د سولې د خبرو لپاره میکانیزم او ورته مناسبه فضا ده."
سرور دانش زیاته کړه، تر هغې چې د افغان دولت په محوریت د سولې بین الافغاني مذاکرات پيل نه شي او سرتاسري اوربند ونه شي، "د دواړو اړخونو ترمنځ به هېڅ باور یا راتلونکې ته هېڅ هیله به نه وي."
ښاغلي دانش ټینګار وکړ "پر امارتي نظام یا هر هغه نظام چې د دیکتاتوري او زورواکي رنګ لري او د جمهوریت او بشري حقونه نقض کړي، نه یوازې چې سوله به رانه ولي بلکې د په بېلو نومونو به افغانستان کې جګړه زیاته کړي."
 
https://avapress.com/vdca06nuy49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته