دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 201175
بلخ کې څلور څلوېښت مېرمنو د موټر چلولو جوازونه ترلاسه کړل
په بلخ ولایت کې نن (یکشنبې د مرغومې په ۲۹مه) څلور څلوېښت مېرمنو له یوه روزنیز پړاو وروسته د موټر چلولو جواز ترلاسه کړ.
دغه مېرمنې چې ډېری یې د دولتي بنسټونو کارکوونکي دي، وايي چې اوس کولای شي په اسانۍ سره موټر وچلوي.
هغوی له دې امله چې کورنۍ یې د موټر چلولو د زده کړې مخنیوی نه دی کړی ترې مننه کوي.
بلقیس رحیمي یوه له دغو مېرمنو ده، هغه چې د بلخ پوهنتون د سوانح او ارزونې عمومي مدیره ده، وايي، دا چې د موټر چلول یې زده کړي او کولای شي په خپل وخت کار ته حاضره شي، ډېره خوشحاله ده.
هغه زیاتوي:«له دغو موکو باید استفاده وکړو څو په خپل ټاکلي وخت، خپلې دندې ته ورسېږو. او د ټولنې د اوږو بار نه شو.»
د دغو مېرمنو د فراغت غونډه هم د بلخ په پوهنتون کې وه.
سودابه، نیلوفر او نرګس هم له هغو کسانو دي چې، د موټر چلونې جوازونه یې ترلاسه کړي دي.
سودابه وايي:«یو ډېر ښه مهارت دی چې موږ ټول وکړای شو له هغه استفاده وکړو او نور په خپلو وروڼو متکي ونه اوسو.» 
له کورسه فارغه شوې نیلوفر هم څرګندوي:«که چېرې یو څوک په خپله وکړای شي چې موټر وچلوي، په پیسو کې سپما رامنځته کېږي او د ښځو ځورونه هم کمېږي.»
نیلوفر چې هغه هم بریالۍ شوې د موټر چلولو جواز ترلاسه کړي، ډېره خوشحاله ده. او وايي چې اوس په اسانۍ سره کولای شي له خپل شخصي موټر سره خپلو کارونو او ژوند ته ورسېږي:«که چېرې څوک په خپله وکړای شي، موټر وچلوي، په پیسو کې پسما کېږياو د ښځو ځورونه هم کمېري.»
په دې منځ کې د بلخ د ټرافیکو مدیریت د لایسنس ورکړې مسوول وايي، د روان کال له پیله تر اوسه، په دې ولایت کې څه باندې ۳۰۰ ښځو د موټر چلوونې سندونه ترلاسه کړي دي.
د بلخ ټرافیکو د مدیریت د زده کړو مسوول څارمن عبدالله وايي:«د ۱۳۹۸ کال له پیله تراوسه څه باندې ۳۰۰ تنه نجونو ټرافیکي زده کړې کړي او د ۱۸۰ تنو لپاره ستاینلکیونه هم ورکړل شوي دي. »
سره له دې چې دغه مېرمنې خوشحاله دي چې داسې موکې ورته برابرې شوي؛ څو په بیلابیلو برخو کې خپل وړتیاوې وښيي؛ خو زیاتوي چې، لا هم د ځينو خلکو له لوري د ښځو ځورونه د دوی د پرمختګ پر وړاندې خنډونه دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz8b5srhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته