کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فارياب والي:

د اندخوی د پيښې يو عامل د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو

29 جدی 1398 ساعت 18:43

د فارياب په اندخوی ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د شپږو غړو تر وژل کيدو وروسته د فارياب والي نقیب الله فايق په يوه ويډيو کې راڅرګند شو. فايق وويل چې دغه کسان طالبانو وژلي او د پيښې يو عامل نن د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

د فارياب چارواکي وايي چې تيره شپه د دغه ولايت په اندخوی ولسوالۍ کې وسه لوالو طالبانو پر يوه کور حمله کړې چې په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۶ تنه وژلي او د ښځو او ماشومان په ګډون درې تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو په دغې پيښه کې لاس لرل رد کړي او دا يې يوه شخصي قضيه بللې ده.

د مطلب کود: 201177

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201177/د-اندخوی-پيښې-يو-عامل-امنيتي-ځواکونو-له-خوا-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com