دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۵۸
د مطلب کود : 201198
کرام الدین کریم تراوسه نه دی نیول شوی
د هیواد فوتبال فدراسیون پخوانۍ رئیس کرام الدین کریم د نیول کېدو حکم صادریدو څخه شپږ میاشتی تیر شوی، خو هغه تراوسه نه دی نیول شوی.

 
 
لوی څارنوالی د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی محکمې څخه غوښتی دی ترڅو کرام الدین کریم او فوتبال فدراسیون څلور تنه غړۍ چی په ښځینه جنسی زورونو باندی تورن دی، جزا ورکړی.
 
تیره کال قوس میاشت کې، خالده پوپل، د افغانستان فوتبال ښځینه ملی ټیم پخوانۍ مربی ادعا کړی وه چی د افغانستان فوتبال فدراسیون ځينی مسئولین د کرام الدین کریم په ګډون، د فوتبال ملی ټیم ځینی انجونی تر جنسی زورونې لاندی قرار ورکړی دی.
 
ددی ادعا په لړ کې، افغانستان څارنوالی ښاغلی کریم او څلور نور کسان د فوتبال فدراسیون څخه ممنوع الخروج اعلان کړ او همدارنګه فوتبال نړیوال فدراسیون(فیفا) هم کرام الدین کریم دنده معلق کړه.
 
جمشید رسولی، د لوی څارنوالی ویاند طلوع نیوز ته وویل چی د فوتبال فدراسیون پخوانۍ رییس او همدارنګه کارمندانو په اړه یی لوی څارنوالی مخکې کشفی مراجعو ته امر صادر کړی دی.
 
مخکې له دی کرام الدین کریم د فوتبال ټیم ښځینه لوبغاو سره هر ډول بد چلند رد کړی دی. سربیره پردی چی داخله وزارت د هغه نیول کېدو هڅو څخه خبر ورکوی، خو دهغه اوسیدو مشخص ځای په هیواد کې نه دی معلوم.
 
https://avapress.com/vdcgyq9x7ak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته