دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 201234
د احمدشاه بابا مېنه کې د سیمې ځوانانو درې موتر تښتوونکي ونیول
د یکشنبې پر ماسخوتن / د مرغومي ۲۹ د احمدشاه بابا مېنې اړوند د حسن زي مېنې د اړوند  سیمې ځوانانو ۳  غله، چې غوښتل یې له یو کس څخه موتر وتښتوي ونیول شول  او د دولسمې حوزې پولیسو ته وسپارل شول.
ویل کیږي، چې د غلو يو تن ځان بېهوشه کړ او روغتون ته ولیږدول شو او دوه نورد موتر له خاوند سره  دولسمې حوزې ته وسپارل شول.
د احمدشاه بابا مېنې د پوليسو دولسمې حوزې پېښه منلې؛ خو تر سبا د څېړنو تر ترسره کولو پورې د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxznik23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته