کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره شپه کابل د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جدی 1398 ساعت 10:45

د کابل ښار په اوومه حوزه کې پرون یکشنبه ماښام د یوې کورنۍ څلور غړي د نامعلومه کسانو له خوا وژل شوي.



د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پېښه ته دغه تایید کړه.
رحیمي وویل: " د ورځې ناوخته ناشناسه کسان یوه کور ته تللي و د اوومې حوزې اړوند جنګلک په سیمه کې، هلته یې په تېشه باندې د یوه فامیل څلور غړي چې یوه مېرمن ده او دری یې ماشومان دي په شهادت رسولي دي. پولیسو ځان سمدستي سیمې ته رسولی او قضیه په جدي توګه تر څېړنې لاندې ده."
د رحیمي په خبره بریدګر د عبدالستار په نوم د ټرانسپورټ وزارت د یوه کارکوونکي کور ته ور اوښتي و.
تر اوسه پورې چا د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په دې وروستیو کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د وسلو او چړو په زور د غلاوو او مرګژوبلو پېښې زیاتې شوي دي.
د کابل جنايي پېښې او شوکوونې په خواله رسنیو د یوه کمپاین د پیلیدو لامل هم شوې چې #کابل_امن_نه_دی" نوم ورکړل شوی.
 


د مطلب کود: 201235

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201235/تېره-شپه-کابل-د-یوې-کورنۍ-۴-غړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com