دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 201239
د امریکا سنا کې د ټرمپ استېضاح؛ که یې مخالفین ډېر شي نو ټرمپ به له دندې ګوښه کېږي
نانسي وایي ټرمپ له واک د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده کړې ده، پر ځینو هېوادونو یې د شخصي مسایلو لپاره سیاسي فشارونه راوستي دي او دغه راز یې د کنګرې واکونه محدود کړي او صلاحیتونو ته یې درناوی نه دی کړی. خو ټرمپ دا هر څه یوه سیاسي دسیسه بولي او له سنا غواړي چې دغه قضیه کم ارزښت او بېځایه وبولي.
د امریکا سنا کې د ټرمپ استېضاح؛ که یې مخالفین ډېر شي نو ټرمپ به له دندې ګوښه کېږي
د امریکا د استازو مجلس رسما د ټرمپ د استیضاح اسناد ددغه هېواد سنا ته وسپارل. د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ویلي تر دوو میاشتو هڅو وروسته په دې بریالي شول چې د ټرمپ ټول اسناد مکمل او هغه د امریکا سنا ته وسپاري.
د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ داستیضاح پرېکړه کړې ده چې تر دې وروسته به د امریکا سنا د هغه د محاکمې او استیضاح مراحل مخ ته وړي.
په دې توګه نو ټرمپ د امریکا درېیم ولسمشر دی چې د سنا له لوري استیضاح کېږي.
د امریکا سنا سل غړي لري که اکثریت یې د ټرمپ مخالفت وکړي، نو دی به له دندې ګوښه کېږي.
نانسي وایي ټرمپ له واک د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده کړې ده، پر ځینو هېوادونو یې د شخصي مسایلو لپاره سیاسي فشارونه راوستي دي او دغه راز یې د کنګرې واکونه محدود کړي او صلاحیتونو ته یې درناوی نه دی کړی. خو ټرمپ دا هر څه یوه سیاسي دسیسه بولي او له سنا غواړي چې دغه قضیه کم ارزښت او بېځایه وبولي.
https://avapress.com/vdcc1sqio2bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته