دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 201241
د ايران يوازنۍ اولمپیک مډال گټونکې: چارواکو سپکه کړم، بېرته نه ستنېږم
د ایران یوازنۍ اولمپیک مډال ګټونکې کیمیا علي زاده وايي، له خپل هېواد وتلې ده. ۲۱ کلنې کیمیا خواله رسنیو کې لیکلي، ځکه له خپل هېواد کډه په شاه شوه چې نه غواړي هغه "د منافقت، درواغو، بې انصافۍ او چاپلوسۍ" برخه پاتې شي. نوموړې خپل ځان ایران کې له "میلیونونو مظلومو" مېرمنو یوه بللی دی.
کیمیا علي زاده دا نه دي ویلي چې اوس کوم هېواد کې ده، خو داسې مالومات شته چې هغه دې وروستیو کې هالنډ کې پر روزنه بوخته وه.
پر ۲۰۱۶ کال ریو اولمپیک کې هغې تیکواندو کې د برونزو مډال ګټلو سره ایران ته تاریخ جوړ کړ.
خو خواله رسنیو کې لیکي چې د ایران چارواکو د هغې بری د پروپاګنډ لپاره وکاراوه.
کیمیا علي زاده وايي، "ایران کې له هغو میلیونونو مظلومو ښځو یوه ده چې له کلونو راهیسې کمعقلې کړل شوې دي".
هغه زیاتوي: " ما هغه څه واغوستل چې نه مې غوښتل، هغه څه مې وویل چې چارواکو را نه وغوښتل، هره هغه جمله مې تکرار کړه چې چارواکو راته وویله. موږ ورته ارزښت نه لرو، یوازې ورته وسیله یو".
نوموړې وايي، که څه هم حکومت د هغې بری د سیاسي موخو لپاره هرو مرو کارولی، خو د پردې تر شاه یې د بې عزته کولو لپاره ورته ویلي: "د ښځې پښې غځول سم کار نه دی".
کیمیا دا نه ده منلې چې هغه اروپا ته بلل شوې یا کوم ګټور وړاندیز ورته شوی، خو دا یې هم نه دي ویلي چې اوس کوم هېواد کې ده.
 
https://avapress.com/vdcfjyd0yw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته