دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 201242
پاکستان د ترورېز له ملاتړ لاس نه دی اخیستی؛ ډېر ژر به په تور لېست کې شامل شي
د مالي اقدام کاري ډلې (FATF) وایې چې پاکستان ته یې وخت ورکړی و، چې د جرمي شبکو او ترورزېرم له ملاتړ لاس واخلي، تر څو د خړ لېست څخه حذف شي. دغه ډله وایې چې پاکستان نه یواځې دا، چې د ترورېزم له ملاتړ لاس نه دی اخیستی، بلکې په دې ډله کې شاملو هېوادونو ته یې فرېب ورکړی او لا هم د ترورېزم ملاتړ کوي.

دغه ډله وایې چې پاکستان لا هم له وسله والو طالبانو، داعش، حقاني شبکې او ګڼو نورو ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي، پټنځایونه یې ورته برابر کړي چې دې کار یې د افغانستان، سیمې او نړیوال امنیت ته یې جدي ګواښ پېښ کړی.
دغه ډلې نېږدې یو کال وړاندې پاکستان د ترهګریزو ډلو د ملاتړ له امله په خړ لېست کې شامل کړی و، او ګواښ یې کړی چې که پاکستان د ترورزېزم له ملاتړ لاس وانخلي نه یواځې دا چې د خړ لېست نه به ونه ایستل شي، بلکې په تور لېست کې د شاملولو اقدام به یې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې جنګیدونکي طالبان، حقاني شبکه، داعش او ګڼې نورې وسله والې ډلې په پاکستان کې پټنځایونه لري، د پاکستان پوځ او ای اېس ای روزنه ورکوي، او په افغانستان کې بریدونه کوي.
https://avapress.com/vdcgtq9xxak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته