دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 201244
افغان حکومت: د تاوتریخوالي کمښت په دې معنی چې جنګ به دوام کوي
د افغانستان حکومت وايي په اوربند ځکه ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي په کمښت سره به بیا هم د افغانانو زیانمنېدل ختم نه‌شي.

"د تاوتریخوالي کمښت په دې معنی چې لا به هم افغانان زیانمنېږي."
دا خبره د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې ماښام ازادي راډیو ته د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې افغان حکومت ولې د تاوتریخوالي د کمښت له موافقې سره نه‌دی جوړ؟

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د خلکو ټینګار دا دی چې باید اوربند وشي، ولې موږ چې نن ۱۰ کسان له لاسه ورکوو، د تاوتریخوالي د کمښت په برخه کې چې طالبان‌یې په غیر رسمي توګه مطرح کوي بیا هم پنځه یا اته کسان له لاسه ورکړو؟ زموږ ټینګار دا دی چې ولې دا جګړه ختمه نه‌کړو، د تاوتریخوالي کمښت په دې معنی دی چې جنګ به دوام کوي او دا چې د جنګ اندازه او ماهیت به بدل شي، خو بیا به هم خلک له جنګ سره مخ وي او په یوه څنډه کې به زموږ خلک زیانمنېږي، نو له دې امله د اوربند په مسئلې ټینګار د افغانستان د خلکو په غوښتنې ټینګار دی."
د راپورونو په اساس د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده په قطر کې د طالبانو سیاسي ډلې ته ویلي چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د کمښت په مسئلې خبرې وکړي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ امریکايي پلاوي او طالبانو له تېرې چهارشنبې خبرې پیل کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جنورۍ په ۱۶مه په خپل ټویټر لیکلي و چې له امریکا سره د تړون د لاسلیک او اړوندو مراسمو په اړه خبرې روانې دي.


روېټرز او اسوشیټډ پرس اژانسونو د طالبانو د سرچینو او د یوه امریکايي مقام په حواله څو ورځې مخکې ان ویلي و چې طالبانو امریکا ته د یوه ۱۰ ورځني اوربند طرحه وړاندې کړې.
د تاوتریخوالي د کمښت طرحه بیا د ځینو افغان سیاستوالو په زړه ده.
له دې ډلې پخواني ولسمشر حامد کرزي تازه بي بي سي ته ویلي چې د تاوتریخوالي کمېدل لویه خبره ده.

هغه زیاته کړه: "په تاوتریخوالي کې کمېدل، په جنګي حالاتو کې کمېدل د تشدد او خشونت کمېدل که هم وي دا موږ ته لویه خبره ده، نو زما موقف په دې کې دا دی چې د افغانستان حکومت دې د اتش‌بس څخه د مذاکراتو د نه‌پیلېدو بهانه نه‌جوړوي."
د افغان حکومت دریځ وخت ناوخته دا ښودل شوی چې باید اوربند وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5zar5t1aur2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته