د افغانستان او پاکستان په چارو کې د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
دده په خبره دوی هڅې پيل کړې دي څو د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته د بین الافغاني غونډې کوربه وي. حمد الله محب هم په دې لیدنه کې ویلي چې له افغان سولې سره د نړیوالو همکاري اړینه ده او دا مسئله به دلته روانه جګړه د تل لپاره ختمه کړي. دده په خبره افغان حکومت د سولې ملاتړی دی خو هغه سوله چې دلته جګړه او ناورین ختم کړي او د کلونو لاس ته راوړنې وساتي.