کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل: تېره شپه هم د یوې کورنۍ څلور غړي شهیدان شوي

30 جدی 1398 ساعت 11:17

د شهید شویو کسانو نږدې خپلوانو رسنیو ته ویلي دي چې پېښه پرون له غرمې را وروسته شوې وه، خو دوی او د کورنۍ نور غړي ماښام ناوخته په دې پوی شول چې د کورنۍ یو شمېر غړي یې په ډیرې بې رحمۍ سره شهیدان شوي دي.



تېر ماښام د کابل ښار اوومې حوزې اړوند سیمه کې ناپيژانده وسله والو، د یوې کورنۍ څلور غړي د تېشي په ګوزارونو باندې په شهادت رسولي دي.
د شهید شویو کسانو نږدې خپلوانو رسنیو ته ویلي دي چې پېښه پرون له غرمې را وروسته شوې وه، خو دوی او د کورنۍ نور غړي ماښام ناوخته په دې پوی شول چې د کورنۍ یو شمېر غړي یې په ډیرې بې رحمۍ سره شهیدان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم پېښه تایید کړې ده او ویلي دي چې نا معلوم وسله وال د کابل ښار اووه مې حوزې اړوند د ټرانسپورټ وزارت د یوه کار کوونکي کور ته ور اوښتي دي او د هغه د کورنۍ ۴ غړي یې په شهادت رسولي دي.
د دې کورنۍ نږدې خپلوان وایي کله چې د ټرانسپورټ وزارت کار کوونکی عبد الستار له خپلې دندې ناوخته خپل کور ته ستنېده، نو هماغه شېبه یې د کورنۍ په څلورو شهید شویو غړو سترګې لګېيږي.
نوموړي په هماغه شېبه پولیسو ته خبر ورکړی و چې بیا تر ناوخته پولیس په دې سیمه کې ځای پر ځای شوي وو ،خو په دې ونه توانیده چې برید کوونکي په سیمه کې پیداکړي.
د کورنیو چارو وزارت پر وینا برید کوونکي له دغې وحشت ناک برید وروسته له سیمي په تېښته بریالي شوي دي، خو پر وینا یې له دغې وحشت ناک برید څو ساعتونو وروسته دوی ته خبر ورکړل شوی دی.
د سیمي خلک هم وایي،چې دغه وحشت ناک برید ناڅاپه ترسره شوی دی، چې دوی هم په اړه کوم شک نه درلود، خو د ټرانسپورټ وزارت د کار کوونکي په ناڅاپه چېغو راخبر شوي دي.
په پېښه کې د ټرانسپورټ وزارت کارکوونکي یوه مېرمن، دوه لورګانې او یو زوی په شهادت رسېدلي دي.
د دغې پېښې مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې په کابل کې ټولې پېښې د نامعلومه وسله والو، غلو، اختطافچیانو او نورو لنډه غرو له لور رامنځته کېږی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، یاده پېښې څیړي، خو د کابل ښاریان بیا د وروستیو وحشتناکو پېښو له امله سخت خواشینی شوي دي.
 


د مطلب کود: 201246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201246/کابل-تېره-شپه-هم-د-یوې-کورنۍ-څلور-غړي-شهیدان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com