دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 201248
هند له اسټرالیا د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله
د هند او اسټرالیا ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دریمه او وروستۍ لوبه کې هند په اووه ویکټو بریا ترلاسه کړه او د یادو سیالیو د لوبلړۍ ګټلو جام یې هم په خپل نوم کړ.

د هند په کوربه توب د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې لومړۍ لوبه اسټرالیا په یوه ستر ریکارډ سره وګټله، دوهمه بیا هند او دادی دریمه یوځل بیا تېره شپه هند په اووه ویکټو وګټله چې په دې سره یې لړۍ هم په خپل نوم پای ته ورسوله.
د لړۍ په دریمه وروستۍ سیالۍ کې پچه د اسټرالیا ملي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دوی په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته د ۲۸۶ منډو هدف ورکړی وو، خو تر وروستیو پورې ترې دفاع ونه کړه.
د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې سمیت تر ټولو ښه توپ وهنه وکړه،هغه په هندي توپ اچوونکو ټولې ۱۳۱ منډې جوړې کړې چې پکې یوه شپږیزه او ۱۴ څلوریزې هم شاملې وې.
دغه راز په توپ وهنه کې له سمېت را وروسته مارنوس هم نیمه سلیزه ووهله هغه ټوټل ۵۴ منډې وکړې فینچ ۱۹ او الیکس کیری بیا په وروستیو کې ۳۵ منډې جوړې کړې.
د هند لپاره په توپ اچونه کې چټک توپ اچوونکي محمد شمعي څلور، جدیجا دوه لوبغاړي او کلدیف یاداو، ندیف سیني یو- یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.
په دوهمه پاڼۍ کې د اسټرالیا د ۲۸۶ منډو په تعقیب کې هندۍ لوبډلې کامیابه توپ وهنه پیل کړه او ټاکل شوی هدف یې په ۴۸ اورونو کې د دریو لوبغاړو پر مټ پوره کړ او د دې سیالیو جام یې په خپل نوم کړ.
د هندۍ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې منډې روهیت شرما جوړې کړې، نوموړی په دې سیالۍ کې د اسټرالیا د توپ اچوونکو پر وړاندې لکه غر ولاړ و چې ټولې ۱۱۹ منډې جوړې کړې.
دغه راز لوبډلمشر ویراټ کوهلي هم بېسارې توپ وهنه وکړه هغه له روهیت شرما سره بهترینه ملګرتیا وکړه نوموړي ټولې ۸۹ منډې جوړې کړې چې د سیالۍ په ګټلو کې مهم رول ولوبوه.
د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې هزلیووډ، زمپا او اګر یو یو هندي لوبغاړی له مخې پورته کړ، خو د سټارک په ګډون نور توپ اچوونکي په ویکټ اخیستلو بریالي نه شول.
په دغې سیالۍ کې روهیت شرما بیا اووم هندي لوبغاړی شو چې د هند لپاره په یو ورځنیو سیالیو کې ۹۰۰۰ زره منډې پوره کوي.
دا سیالي هندۍ لوبډلې په اووه ویکټو وګټله چې د لوبې غوره لوبغاړی هم روهیت شرما اعلان کړی شو او د ټول سیریز غوره لوبغاړی بیا ویراټ کوهلي اعلان شو.
 
https://avapress.com/vdcc0sqi42bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته