کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پومپیو مرستیاله الیس ویلز ۴ ورځې پاکستاني چارواکو سره په افغان سوله غږېږي

30 جدی 1398 ساعت 14:17

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز پاکستان ته رسېدلې او څلور ورځې به د دغه هېواد ل مشرانو سره د امریکا- طالبانو د سولې د هوکړې په اړه بحثونه وکړي.



د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي، میرمن ویلز لومړی هند ته تللې او هلته یې له هندي چارواکو سره په دې اړه د قناعت وړ خبرې کړې دي او په پاکستان کې به یې هم ټول تمرکز په سیمه ییزو مسایلو د بحث تر څنګ افغان سولې ته ځانګړی وي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، داسې ښکاري چې د الیس ویلز د لیدنو او ملاقاتونو لیست اوږد دی ځکه نوموړط به د پاکستان د باندنیو چارو وزارت له چارواکو، د کورنیو چارو وزارت، مالیې وزارت او پوځي ادارو له مشرانو سره لیدنې کتنې وکړي چې تر ډېره به د افغان سولې او طالبانو په اړه متمرکزې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تازه له واشنګټن څخه اسلام اباد ته ګرځېدلی او بیا یې ځان قطر ته رسولی دی.
نوموړي په واشنګټن کې امریکايي مشرانو ته قناعت ورکړی دی چې په طالبانو یې د تاوتریخوالي راکمول منلي دي او دا به د سولې په برخه کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي.
 


د مطلب کود: 201250

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201250/د-پومپیو-مرستیاله-الیس-ویلز-۴-ورځې-پاکستاني-چارواکو-سره-په-افغان-سوله-غږېږي

آوا
  https://www.avapress.com