دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 201252
پاکستان یوه بله فعاله هم د سفري بندیزونو نوملړ ته واچوله
د بلوچستان د کوټې ښار یوه اوسېدونکې او د بشري حقونو فعاله او سیاسي مبارزه “جلیله حیدر” د پاکستاني ریاست له لوري د سفري بندیزونو په نوملړ کې شامله شوې ده.

جلیله حیدر وایي، نن سهار برتانیې ته په یوه کنفرانس کې د ګډون په موخه تلله چې پر لاهور هوايي ډګر کې د پاکستاني ځواکونو له لورې بېرته راوګرځول شوه.
هغې داخبر په خپله فسبوک پاڼه باندې ورکړی دی چې ګواکې د ریاست له لوري نه پرېښودل کېږي چې په یوه کنفرانس کې د ګډون په موخه انګلستان ته ولاړه شي.
جلیله حیدر لیکي، کله یې چې له چارواکو د دې سفر د مخنیوي په اړه پوښتنه وکړه، نو هغوی ورته هماغه شېبه منفي ځواب ورکړ او ورته یې وویل چې”” نوم دې د ریاست پر ضد فعالیتونو له کبله د سفري بندیزونو په نوملړ ( ای سي ایل) کې اچول شوی دی.”
جلیله زیاتوي، هغه دا مهال د پاکستاني ځواکونو په ولکه کې ده او په هوایي ډګر کې ترې د هغې پېژندپاڼه او پاسپورټ هم اخیستل شوی دی.
د لاهور هوایي ډګره انګلستان ته د فعالې ” جلیله حیدر” د نه پرېښودلو له امله سمدستي په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر غبرګونونه راپارول شوي دي، خلک پر پاکستاني ریاست تور پورې کوي چې ګواکې د بشري حقونو یوه فعاله یې له هوایي ډګره ولې را وګرځوله.
جلیله حیدر په پاکستان کې د یاد ریاست د ظلمونو پر وړاندې له کلونو راهیسې په کلکو مبارزو بوخته ده، خو له همدغې مبارزې وروسته نوموړې نن په (ای سي ایل) نوملړ کې شامله شوه، نوموړې نور نه شي کولی بهر ته په سفر ولاړه شي، خو امکان یې شته چې له دغې بندیزه ځان ډیر ژر خلاصه کړي.
جلیله حیدر لومړنی ښځه هم بلل شوې ده چې د خپلو مبارزو پر مهال یې په پاکستان کې تر مرګه پورې د نه خوړلو اغتصاب اعلان کړی و.
جلیله حیدر په پاکستان کې د هزارګانو د حقونو د ترلاسه
کولو لپاره یوه ښه فعاله بلل کېږي او تل یې د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه پر ضد مبارزه کړې او هغه یې یو بې غوره پوځي مشر یاد کړی و.
داسې هم ویل کېږي چې جلیله حیدر په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غوزځنګ هم کلکه ملاتړه وه او وخت ناوخت یې د هغوی هڅې ستایلی دي .
د یادولو ده چې پاکستاني ریاست د حکومت پر ضد په ټولو فعالانو باندې له ډیره وخته یو لړ بندیزونه لګولي دي چې یو یې هم سفري بندیز دی چې ډیری فعالان ورسره وخت ناوخت مخ کېږي.
 
https://avapress.com/vdchmznii23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته