یمن کې د پوځیانو پر روزنځي د توغندي غورځېدو له امله ۸۰ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، د یمن منځني ولایت ماریب کې د دې برید له امله لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي.
چارواکي وايي، ښايي مړي ډېر شي.
دا روزنځی د یمن د پلازمېنې صنعا ختیځ ته په ۱۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی.
پوځي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دې روزنځي کې یو مسجد هغه مهال په نښه شو چې پوځيان پکې لمانځه ته ټول شوي وو.