دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 201256
پاکستان کې د غنمو کمى، ډوډۍ پخوونکو د کاربندۍ گواښ کړى
پاکستان کې د اوړو د کمي له امله خلک يو ځل بيا له سختو ستونزو سره مخ دي. د خېبرپښتونخوا په ګډون په نورو ایالتونو کې ډوډۍ پخوونکو خبردارى ورکړی، که اوړه د پخوا په څېر په ټيټه بيه ترلاسه نکړي نو سر له سبا دوشنبې به کاربندیز اعلان کړي.
په ګڼو ښارونو کې د اوړو د پېرودنې لپاره د خلکو لوى کتارونه ترسترګو کېږي. د ځايي وګړیو په وينا د اوړو له کموالي سره يې بیه هم لوړې شوې او د يوې شل کيلويي بوجۍ اوړو په بیه کې سل پاکستانۍ روپۍ زياتوالى راغلى.
پاکستان کې د غلو د دولتي ژرندو يا ميلونو ویاند عاصم رضا وايي په پنجاب ایالت کې اوړه کم نه دي خو په نورو ایالتونو کې بيا ځکه دا ستونزه رامنځته شوې چې په لويو لارو کې د لړې له امله له پنجاب ايالته نورو سيمو ته د موټرو تګ راتګ بند شوى و. د دغه چارواکي په وينا يوازې په بلوچستان کې د اوړو بيه له دې امله لوړه شوې چې مرکز د دغه ايالت د غلې برخه نه ده بېله کړې او دوى اړ شوي چې له خصوصي زيرمو يې وپېري.
ښاغلي رضا ویلي "د سېند او پښتونخوا ایالتونو د غنمو برخه مرکز بېله کړې خو دا چې د لُړې له امله ګاډو تګ راتګ نه شوای کولی، نو دا کمی رامنځته شو."
 
https://avapress.com/vdcbs8b50rhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته