دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 201275
کرزی: حکومت دې د اوربند په پلمه د سولې خبرو کې خنډ نه جوړوي
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، افغان حکومت دې د سولې خبرو د پیل لپاره اوربند نه پلمه کوي، او د دې پرځای دې د سولې برخه کې له هر پورته شوي ګام څخه هر کلی وکړي.

ښاغلي کرزي بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د سولې خبرو کې  باید هر هغه ګام څخه هرکلی وشي، چې د سولې د مذاکراتو د چټکتیا لامل کیږي.
تر دې وړاندې افغان حکومت د سولې بهیر کې پر خپل تیر دریځ یو ځل بیا ټینګار وکړ، او یادونه یې وکړه چې پرته له اوربند سوله نشی راتلی او د یوې تلپاتې سولې راوستو لپاره اوربند حتمي دی.
که څه هم طالبانو درې ورځې مخکې له امریکا سره د سولې خبرو کې له پرمختګ څخه پرده پورته کړه، او دا یي هم وویل چې خلیلزاد سره یې آن د سولې د هوکړې اړوند مراسمو په اړه خبرې کړي، خو افغان حکومت یې ناشونې بولي.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي خپلې تازه مرکې کې ویلي چې اوربند د افغان حکومت او امریکا ګډه غوښتنه ده، او پرته له دې چارې د سولې هوکړه نه لاسلیک کیږي.
د راپورونو پر اساس طالبانو منلې چې د هوکړې پر مهال افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر وړاندې خپل عملیات کم کړي، او هغوي د وتو خوندي زمینه برابره کړي.
که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه ندي ویلي، خو تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وويل چې طالبانو منلې تر څو تاوتریخوالی را کم کړي.
افغان حکومت د تاوتریخوالي د کمېدو وړاندیز بې معنا او نه پلې کېدونکی وړاندیز یادوي، او پر اوربند ټینګار کوي.
له دې سره سم د پاکستان د جمعیت علما مشر مولانا فضل الرحمن د افغان جګړې او دغه لړ کې د امریکا او پاکستان د رول په اړه دردونکې څرګندونې کړي، او وايي چې افغانستان کې د جګړې ډګر د امریکا په غوښتنه او د پاکستان د استخباراتو پر مټ تود و.
د پاکستان د جمعیت علما مشر مولانا فضل الرحمن د افغانستان جګړې په اړه وايي، چې پښتانه ځوانان د امریکا او غرب په غوښتنه د پاکستان د استخباراتو پر مټ روزل کېدل او افغانستان ته د جنګېدو په پار استول کېدل.
نوموړي وايي، افعانستان ته د جګړې په پار د پښتنو ځوانانو روزل د پاکستان د استخباراتو کار دی چې د امریکا او غرب په غوښتنه یې ترسره کوي.
مولانا فضل الرحمن وايي، دا یو حقیقت دی چې پاکستاني استخباراتو پر ځوانانو وسلې وېشلې او جګړې ته یې راپارول.
هغه وايي، دا د پاکستان د مدرسو کار نه بلکې د پاکستان د استخباراتو کار دی، او دا حقیقت به تاریخ ثابت کړي.
https://avapress.com/vdccmsqip2bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته